په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان استخباراتي ادارې مشر امریکا ته ځي

ټاکل شوې د پاکستان استخباراتي ادارې مشر له امريکايي چارواکو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته لاړ شي.

دا په څه د پاسه يو کال کې لومړی ځل دی چې د پاکستان د يوې پوځي ادارې مشر امريکا ته سفر کوي.

له هغه راهيسې چې امريکايي ځواکونو د ۲۰۱۱ کال په مې کې په پاکستان کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن وژلی، د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکې ترينګلې شوي.

جنرال ظهير الاسلام چې په تېر مارچ کې د (ای اېس ای/ISI) مشر ټاکل شوی، د پاکستاني چارواکو په وينا به په واشنګټن کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پر ګډې همکارۍ او استخباراتي معلوماتي شريکونې خبرې وکړي.