په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نا امنۍ او د کندهاري پانګه والو اندېښنې

په کندهار کې یو شمېر خصوصي پانګه وال وایي که حکومت یې د شتمنیو ساتنه ونه کړي یو ځل بیا ښایي کډوالۍ ته اړشي او خپله سرمایه له هېواده بهر ولېږدوي.

دوی وایي په جګړه کې ښکېلې غاړې د وسلوالو بریدونو پرمهال شخصي ودانیو نه د سپر په توګه کار اخلي چې د دوی په خبره له امله یې څو ځله ورته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.