په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر بشري تېريو د چمتو شوي رپوټ د خپرېدو مخه څوک نيسي؟

د هغه رپوټ نه خپرېدو پوښتنې او نيوکې راپورته کړي چې په افغانستان کې پر اوږدو بشري تېريو، اووه مياشتې دمخه چمتو شوى و.

د ځينو چمتو کوونکو له خولې ويل شوي چې مخه يې د حکومت هغو مخورو څېرو نيولې چې د ډله ييزو وژنو او بشري تېريو په تړاو يې نومونه په رپوټ کې ياد شوي دي.

د رپوټ جزييات له خپرېدو راگرځول شوي، خو ځينو پلټونکو په ډاگه کړې چې د ډله ييزې وژنې نژدې ۲۰۰ سيمې يې لټولي او مستندې کړي دي.

دوى اندېښنه لري چې ځينې ډله ييز قبرونه د واکمنو زور واکو له خوا له منځه ځي او په ځينو ځايونو لکه مزارشريف کې پرې د زورواکو په لارښوونه نوې ودانۍ جوړې شوي چې نښې يې ونه موندل شي.

په همدې تړاو داود جنبش په کابل کې د مدني ټولنو يو مشر اجمل هوډمن او د بشري حقونو يو فعال عبدالرحمان هوتکي يوه لنډ راډيويي گردي مېز ته راوبلل.

له ښاغي هوډمن نه د پيل پوښتنه دا وه چې پر بشري تېريو د چمتو شوي رپوټ د خپرېدو مخه رېښتيا څوک نيسي؟