په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولسمشر ته په لیک کې د ښځو د امنیت ساتل غوښتل شوي

د "افغان ښځو د شبکې" په نامه بنسټ د يوه پرانیستې ليک په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي غوښتي چې د چارواکو ښځو امنيت خوندي کړي. په ليک کې د لغمان د ښځو د چارو د وژل شوې مشرې بېلگه را اخیستل شوې چې د ښځو د حقونو د دغه بنسټ په وينا داسې مهال ووژل شوه چې په ټکسي کې پرته له ساتونکو روانه وه.

په ليک کې له حکومته غوښتنه شوې چې د ښځو د حقونو نورې قضيې هم په کره ډول و ارزوي.

افغان ولسمشر د ښځو د دغه ليک د هرکلي پر مهال ويلي دي چې د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي قانون به پلى کوي.

مصطفى سالک د افغان ښځو د شبکې له يوې بنسټگرې پلوشې حسن سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې د هغوى د غوښتنو پر اړه پوښتنه کړې ده