ماشومه تښتوونکې امریکایۍ ۱۲ کاله بندي شوه

هغه میرمن، چې په نیویارک کې یې ۲۵ کاله وړاندې د دریو اوونیو کوچنۍ ماشومه له روغتون نه تښتولې وه، په ۱۲ کاله بند محکومه شوه.

ان پېټوې په فیبرورۍ میاشت کې منلې وه، چې کارلینا وایټ یې تښتولې وه او هغه یې دخپلې لور په نوم را لویه کړې وه. پېټوې محکمې ته وویل، چې له واده څو کاله وروسته د اولاد له لرلو نهیلې شوې وه.

د تښتونې دغه پيښه وروسته له هغې په ډاګه شوه، چې کارلینا وایټ ته شک پيدا شوی چې د دې او تښتونکې ان پېټوې ترمنځ د ورته والي ډیر توپیر دی.

له محکمې دباندې د کارلینا وایټ پلار، کارل وویل تښتونکې د خپلې لور له پالنې محروم کړی و:

''زه بریالی نه شوم، چې لور مې ښوونځی ته بوځم ، روزنتون ته یې یوسم، په موټر کې یې سپره کړم او دخپلې لور د زوکړې ورځ ولمانځم. نو ځکه چې کله اوس د ان پیټوې سترګو ته ګورم او هغه ماته ګوري، نو ډیر خواشینی کیږم. ما دخپلې لور د لویدو هېڅ فرصت ونه موند.''