په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغانستان کې د جاسوسانو پراخې شبکې فعالې دي"

د افغان حکومت د يوشمېر جیپگپوړو چارواکو په گډون گاونډيو هيوادونو ته د جاسوسۍ په تور نيول شوې ډله کيدى شي چې په دې هيواد کې د بهرنيو استخباراتو د لويو شبکو رسوا کېدو ته لاره پرانيزي.

دغه خبره د استخباراتي چارو يوشمېر افغان کارپوهانو يوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې د افغانستان څارگرې ادارې وويل، پاکستان او ايران ته يې د جاسوسۍ په تور پنځلس حکومتي مامورين نيولي دي. د افغانستان د څارگرې ادارې مشر رحمت الله نبيل تيره ورځ ولسي جرگې ته د خبرو پرمهال دغه اعلان وکړ.

د افغانستان د څارگرې ادارې مشر دجاسوسۍ په تور د نيول شويو دغو کسانو دنومونو او دهغوى د نيول کيدود څرنگوالي په اړه نور جزييات ورنکړل ، خو ټينگار يې داو چې ايران اوپاکستان ته د جاسوسۍ په برخه کې د هغوى په اړه کره شواهد ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د استخباراتو يو پخوانى جنرال وحيد طاقت په دې اړه د ېوې مرکې په لړ کې وويل که دا ثابت شي چې دغو کسانو په ريښتوني توگه د گاونډيو هيوادونو استخباراتو ته کار کاوه نو له هغوى نه د پلټنې په پايله کې به ډير گټور معلومات ترلاسه شي .

د جاسوسۍ په تور د نیول شویو کسانو په اړه جنرال وحید طاقت سره مرکه.