سلمان خان په موزیم کې

د خپريدو وخت: 11:53 گرینویچ - جمعه 03 اگست 2012 - 13 زمری 1391
    • دا د لندن په ماډم توسوډ موزیم کې د سلمان خان مجسمه ده چې اوس نیو یارک کې د همدې موزیم امریکايۍ څانګې ته لېږدول شوې. په دې موزیم کې د بالیود د نورو ستورو مجسمې هم شته خو ویل کيږي چې د سلمان خان هغه ډېر لیدونکي لري.

    • سلمان خان ډېری نجونې د هغه د ښکلي بدن لپاره خوښوي او د موزیم چارواکي وايي ډېری ښځې دي چې د ده له مجسمې سره انځورونه اخلي. په موزیم کې هندي سندرې هم غږول کيږي.

    • دا یوازې ځوانې مېرمنې نه دي چې پر سلمان خان مینې دي بلکه ویل کيږي چې د پاخه عمر مېرمنې هم د ده پر مجسمې را ټولې وي او عکسونه ور سره اخلي. د سلمان خان لومړی ډېر مشهور فلم چې په ۱۹۸۹ کال کې خپور شو مین پیار کیا نومېده. د ده وروستی فلم باډيګارډ نومیږي چې ډېرو خلکو خوښ کړی.

    • دا په لندن کې ماډم توسوډ موزیم دی چې چارواکي يې وايي د بالیود ستورو مجسمې ډېر لیدونکي لري نو ځکه خو د ډېرو نورو ستورو مجسمې هم تر جوړېدو لاندې دي.

    • د سلمان خان پرته د لندن او نیویارک په موزیمونو کې د شاه روخ خان، اشوریا رای بچن اوامیتابچن مجسمې هم لګول شوي دي. دا هم د شاه رخ خان دوه مینه والې دي چې د ده له مجسمې سره عکسونه اخلي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .