په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان ځغاستونکي ۱۰۰ متره منډه ووهله

د جنوبي افریکا ځغاستونکې اوسکار پيستوریوس لومړنی منډې وهونکی شو چې په مصنوعي پښو یې په اولمپیک لوبو کې منډې ووهلې. ده د نارینه وو په ۴۰۰ متریزه ځغاسته کې دویم ځای ونیو او بل پړاو ته یې ګډون تضمین کړ. نن د اولمپيک لوبو د پيل راهیسې تر ټولو زیات مډالونه ـ د سرو زرو ۲۹ مډال ګټلو لپاره سیالۍ روانې دي.

د ورځې لومړنی سرو مډال سویسۍ نیکولا سپيرینګ وګاټه او په نړۍ کې تر ټولو چابک سړی یوسین بولت هم په ۱۰۰ متریزه منډه کې راښکاره شو. په نورو لوبو کې برتانیا د سرو لسم مډال وګاټه چې نن یې په بیړۍ ځغلونه کې دوه مډاله وګټل.

د تېنېس په پایلوبه کې ماریا شرپوفه له امریکایۍ سرینا ولیمس نه ماتې وخوړه. نن د اولمپیک د لوبو اتمه ورځ ده او د لندن اولمپیک په رڼا او لمریزه هواکې روان دي.

افغان منډې وهونکی مسود عزیزي په ۱۱ .۲۰ ثانیو کې ۱۰۰ متره منډه ووهله.د افغانستان د اولمپیک کمېټې له ویاند مجیب الله رحماني نه مو د افغان ټیم د را روانو لوبو په اړه جزیات وپوښتل