په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

طالبان: موږ د ولسي مرګ ژوبلې عاملین نه یو

وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړی، چې وايي د حکومت مخالف وسله وال د ۸۰ سلنې ولسي وګړو مسؤول ګڼل شوي دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۱۲ کال د لومړیو شپږو میاشتو په راپور کې ویلي، چې په دې موده کې د ولسي افغان مرګ ژوبلې کچه پنځلس سلنه راټيټه شوې ده.

د وسله وال طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته د تیلې فون پر کرښه وویل، چې تر طالبانو افغان او بهرني ځواکونه ډېر د ولسي مرګ ژوبلې عاملین دي.