په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کم عمره افغان کډوالو په اړه د اروپايي هېوادونو اندېښنه

افغان حکومت وايي د انگلستان په گډون يو شمېر اروپايي هېوادونو ورته د هغو افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښوولې چې عمرونه يې تر ۱۸ کلنۍ کښته دي، او ماشومان بلل کيږي.

په دې کې هغه ماشومان راځي چې په قانوني ډول منل شوي خو سرپرست نه لري او نور هغه دي چې لا هم قانوني کډوال نه دي.

يادو شويو هېوادونو د دغو کډوالو د بېرته ستنولو خبره هم مطرح کړې ده. خو د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور موند وايي يادو شويو هېوادونو ته يې ويلي که دغه ماشومان بېرته ستنوي تر زده کړو وروسته دې يې ورستانه کړي چې هر يو يې د يوې برخې کارپوه وي.

بله غاړه د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو د ملاتړ صندوق وايي چې د ماشومانو د قاچاق او نا قانونه کډوالۍ د مخنيوي په موخه يې د پوهاوي يو شمېر پروگرامونه پيل کړي دي.

دغه راز افغانان گڼ گواښونه په سر اخلي او بهرنيو هېوادونو ته لېږدي.

د خان اغا په نامه يوه افغان ماشوم ويلي چې څلور ځله له هېواده د وتلو په نيت له کوره وتې خو له بند، وهلو ټکولو او ستونزو پرته يې هيڅ ونه ليدل.