په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لږکي ولې له افغانستانه تښتي؟

دا یوازې اقتصادي او امنیتي ستونزې نه دي چې په افغانستان کې د کډوالیو لامل ګرځي، په ځینو برخو کې ټولنیزې ستونزې هم ډیر افغانان له یوه ځایه بل ځای ته کډه کېدو ته اړباسي.

افغانستان چې له لویو او کوچنیو قومونو جوړ دی دا مهال د یو شمېر لږکیو له ډله ایزو وتو له ګواښ سره مخامخ دی.

د ځینو لږکیو غړو بي بي سي ته ویلي چې د حکومت نه پاملرنه او د ځینو ټولنیزو ستونزو دوام دوی دې ته اړباسي چې د غو ستونزو ته دایمي چاره ولټوي خو افغان حکومت په پرله پسې ډول دغه ادعاوې ردوي او وایي هڅه یې کړې چې دغو لږکیو ته د امکان تر حده امتیازونه ورکړي.

د فریبا ظاهر ځانګړی رپوټ