په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان ځواکونه په بهرنیو ځواکونو ولې بریدونه کوي؟

افغان امنیتي چارواکي وايي د افغان ځواکونو له خوا پربهرنیو ځواکونو بریدونه د شخصي عقدو، ناروغیو او ځینو نورو شخصي لاملونه له مخې کېږي.

د افغانستان لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي وايي د دغه ډول پېښو د مخینوي لپاره له نړیوالو ځواکونو سره د لوړې او ټیټې کچې کمیسیونونو جوړوي.

ښاغلي کریمي چې د امریکا د ګډو ځواکونو له لوی درستیز جنرال مارتین ډېمسي سره په همدې اړه غونډه درلوده وویل دغه ډول پېښې د دواړو لور پر باور ژور اغیز نه شي کولای.

هغه په دغه ډول پېښو کې د طالبانو لاس لرل رد نه کړل خو وايي فيصده یې ډیره کمه ده.

په دې اړه د جنرال کریمي سره حفیظ الله معروف مرکه.