په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

طالبانو لخوا د امریکا د لوی درستیز په الوتکه برید

افغانستان کې مخالفو وسله والو پر بګرام هوايي اډې توغندي توغولي او هغه الوتکه یې ویجاړه کړې چې د امریکا د ګډو ځواکونو د لوی درستیز مارټین ډیمپسي له خوا کارول کېده.

ناټو وايي دا یو تصادفي برید وو او هغه مهال جنرال ټېمپسي په الوتکه کې نه وو.

د آیساف په یوې اعلامیې کې راغلي چې د دوی یوه بله څرخي الوتکه هم ویجاړه شوې ده.

طالبانو ویلي برید دوی کړی دی.

د میرویس میاخیل رپوټ