د سیالۍ ګټونکي

د خپريدو وخت: 10:45 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391
    • د نیویارک کریډیک هوین بروکلاین، د ۲۰۱۲ نېشنل جیاګرافیک ټراویلر انځورونو مسابقه د هغه انځور په برکت وګټله، چې په کې یوه قرغیزۍ ښځه له خپلې لور سره د افغانستان په یوه لیرې کلیواله سیمه کې لرغوني دودیز کالي ګنډي.
    • په دې مسابقه کې د ۱۵۲ هېوادونو له شاوخوا ۶۶۱۵ عکاسانو له خوا تر ۱۲۰۰۰ ډېر انځورونه ترلاسه شول. د ویتنام و ان کیت د خپل انځور له برکته د سیالۍ دویم مقام خپل کړ، چې په کې لږکي مشاشومان له ډومبکیو سره لوبې کوي.
    • د مسابقې له ګډونوالو په څلورو برخو کې انځورونه غوښتل شوي و: سفري عکسونه، باندینۍ منظرې. دغه انځور دریم مقام خپل کړ.
    • کین تارن بیا د مدغاسقر ر بوابو دنګو ونو کې د یوه ماشوم د عکس اخیستو له برکته مسابقه وګټله.
    • د شمالي مراکش په ساو کیانګ کې هم دغه انځورانعام وګاټه.
    • د چلسي کامیلا ماسو د باران پرمهال په اوبو کې لامبي، چې عکس یې د مسابقې جایزه واخیسته.
    • کین باور کې د ټاپو پر سر دغه تر ټولو روڼ انځور او رڼا ورځ ګڼل شوې ده. دغې رڼا یوه دقیقه او لس ثانیې دوام وکړ.
    • د امریکا اوریګن ایالت پورټ لینډ په یوه جاپاني بڼ کې د میپل ونې – د فرویډ این انځور.
    • پیټر ډي مارکو دغه انځونر په برما کې اخیستی دی.
    • فیجي کې لوسیا ګریګي دغه انځور اخیستی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .