د نیل آرمسټرانګ ژوند په انځورونو کې

د خپريدو وخت: 04:32 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391
    • سپوږمۍ ته لومړی ختلی انسان امریکایی ستوزمزلی نیل آرمسټرانګ د ۸۲ کالو په عمر ومړ. په دې انځور کې نوموړی په هغه فضايي بېړۍ کې ناست دی، چې د سپوږمۍ پر غولي ناسته ده.
    • آرمسټرانګ د فضا هغه لومړنی مسافر وو، چې په ۱۹۶۶ کال کې د ناسا په اتو کشفي سفرونو کې ګډون کړی وو. هغه په دې انځور کې سفر ته چمتو ښکاري.
    • په ۱۹۶۹ کال هغه د اپولو ۱۱ فضايي بېړۍ قومندان وو، هغه بېړۍ چې سپوږمۍ ته الوتله.
    • دلته د سټوم وي په نامه یو توغندی چې اپولو یې لېږدوي، د فلوریډا له کېپ کاناویرال له فضايي اډې توغول کېږي.
    • د آرمسټرانګ فضايي ملګری بز الډرین هم له هغه سره د لومړي ځل لپاره پر سپوږمۍ قدم کېښود.
    • په سپوږمۍ کې آرمسټرانګ د خپل ځان ښه کیفیت لرونکي عکسونه ځکه وانه شوای اخیستلی، چې هغه هم کامره ورسره لېږدوله او نور کشفي کارونه یې هم ترسره کول.
    • د تلوېزیون سلګونه میلیونه کتونکو په نړۍ کې د اپولو بېرته راکوزېدل تماشا کول. دغه کورنۍ له پاریسه ددغې فضايي بېړۍ راستنېدل ګوري.
    • ستورمزو کرۍ شپه په خوښیو ولمانځله. دلته آرمسټرانګ له ملکې الیزابیت ۲ او پاچا اندرو سره په بکینګهام ماڼۍ کې ګوري.
    • په وروستیو کې آرمسټرانګ پخپلو لاسته راوړنو ویاړل. هغه د اوهایو په یوه سیمه کې اوسېده، انجنیري یې لوستې ده، خو بیا یې سوداګري پیل کړې ده. په دې انځور کې هغه په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا کانګرس ته ورغلی و.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .