اسعداباد او امریکايي ښار سره وروڼه شول

د خپريدو وخت: 16:23 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391
    • د افغانستان په ختیځ کې پروت د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد او د امریکا د "یونین سیتي" ښار چې په کالفورنیا کې دی سره ورونه شول.
    • په دغه مراسمو کې افغاني موسیقي وغږول شوه، افغاني کالي نندارچیانو ته وښوول شول او خلکو افغاني ډوډوۍ هم وخوړه.
    • په همدې اړه د کالفورنیا په "یونین سیتي" کې ځانګړې مراسم نیول شوي او دا دوه ښارونه يې په رسمي ډول د ورونو په توګه وپېژندل.
    • په دې دستوره کې د نورو هېوادونو لکه هند، چین او فلېپین د موسیقۍ او سپورټ ډلو نندارچیان خوشاله وساتل.
    • چارواکو د دې مراسمو د سمبالښت هدف د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر مخ بېول او جاري ساتل وښودل.
    • بروس گرین چې د دې غونډې د جوړونکو څخه دی وويل: "موږ غواړو له دې لارې د افغانانو کولتور امریکایانو او د امریکایانو هغه افغانانو ته وښيو".
    • تر دې وړاندې هم د افغانستان یو بل ښار غزنی د کالفورنیا له "هوارد" ښار سره ملګری شوی و.
    • د افغانستان د کونړ ولایت د هېواد په ختیځ کې د ډیورند کرښې ته نژدې پروت دی.
    • اسعدآباد که څه هم په ټولیزه توګه یو څه ارام دی خو د ولایت په لرو پرتو سیمو کې نا امنۍ اوس هم یو ګواښ بلل کيږي.
    • په امریکا کې ډېری افغان کډوال په کالفورنیا کې ژوند کوي.
    • د دې مراسمو د سمبالښت هدف د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر مخ بېول او جاري ساتل ښودل شوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .