په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نیل آرمسټرانګ "تلپاتی اتل"

د نیل ارمسټرانګ په اړه دا رپوټ میروېس میاخېل وړاندې کوي. نیل ارمسټرانګ هغه لومړنی سړی دی چې سپوږمۍ ته وخوت. دی د ۸۶ کلنۍ په عمر ومړ.

کله چې ښاغلی ارمسټرانګ په سپوږمۍ پښه کېښودله نو لومړني توري يې په ژوندئ بڼه رسنيو خپاره کړل چې اوس د تاریخ د پاڼې یوه برخه ده.

هغه پر سپوږمۍ وويل: "دا د انساس لپاره یو وړوکې ګام دی خو د انسانیت لپاره یو ډېر لوی ګام دی".