په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

دمشق کې یوه څرخي الوتکه را غورځېدلې

له سوریې څخه راپورونه وايي چې په پلازمینې دمشق کې یوه څرخي الوتکه راغورځېدلې ده. فعالین وايي دغه الوتکه په نژدې سیمه کې د جګړې پر مهال د مخالفینو له خوا را غورځول شوې ده. د سوریې دولتي تلویزیون ویلي دغه الوتکه د القابون په ناحیې کې له یوه جومات سره رالوېدلې خو دا چې ولې را غورځېدلې په دې اړه یې څه نه دي ویلي.