په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

که پاکستانی ملا چېشتي پړ وپېژندل شي څه به ورسره کيږي؟

په پاکستان کې هغه ملا نيول شوى چې پر يوې مسيحي انجلۍ يې د قرآن کریم د سوځولو تور لگولى و. امام خالد چېشتي وروسته تر هغه ونيول شو چې يوه مقتدي يې پرې شاهدي وويله چې د رېشمه مسيح د تورنولو لپاره يې په خپله د هغې په غوټه کې د قرآن سوځولې پاڼې وراچولې وې.

آغلې مسيح چې نابالغه او له عقلي پلوه نيمگړې ده، دوې اوونۍ وړاندې د قرآن کریم د سپکولو په تور اسلام آباد ته نژدې ونيول شوه.

اوس شاهدانو پوليسو ته ويلي چې ملا چېشتي د مسيحيانو خلاف د کېنې د پارولو لپاره په خپله قرآن سوځولى و.

په همدې تړاو زموږ همکار داود جنبش په پېښور کې د پاکستان د حقوقي چارو له يوه ماهر وسيم احمد شاه سره مرکه درلوده.

له هغه يې پوښتلي چې که پر ملا چېشتي باندې په لوى لاس د قرآن کریم د پاڼو د سوځولو يا شکولو تور ثابت شي، اسلام ته د سپکاوي قانون پرې پلى کېدلى شي؟