په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کم ساري سپین پړانګان نندارې ته وړاندې شول

د هند کم ساريو سپین پړانګانو دري بچیان د لومړي ځل لپاره د چګ جمهوریت په لیبریچ ژوو بڼ کې د خلکو نندارې ته را ښکاره شول.

د ژوبڼ چارواکي وايي سوریا بارا ( د پړانګانو مور) دغه بچیان په جولاي کې زېږولي دي.

د دغو کوچنیو پړانګانو نومونه لا نه شته خو د ژوبڼ چارواکي وايي له یو لړ مراسمو وروسته به ددوي نومونه اعلان کړي.