سوري بې ځایه شوي سرپنا نه لري

د خپريدو وخت: 09:37 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391
    • ګڼ سوري وګړي هڅه کوي، چې له سوریې ووځي او خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي.
    • په باب السلام سیمه کې، ګڼ سوري کډوال ترکیې ته د اوښتو شېبې شماري او هلته ځانونه مېشتول غواړي.
    • ملګري ملتونه وايي، تر ټولو ډېر په تېره اګست میاشت کې سوري وګړي له هېواده وتلو ته اړ شوي ځکه چې په دې میاشت کې خونړۍ جګړې وشوې.
    • د حلب په ځینو سیمو کې ویل کېږي چې انسانان د ژوند کولو ځینو لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري. په دې ګاډي کې پټرول بار دي او د خرڅلاو لپاره یې خلک ترې اخلي.
    • په ښار کې جګړه روتین کرځېدلی دی، او مخالف فعالان وايي هره ورځ د دولتي ځواکونو له لوري بریدونه او بمبارۍ کېږي.
    • د حلب په الباب سیمه کې ګڼېۍ سیمې بمباریو ویجاړې کړي دي، ولسي وګړي هڅه کوي چې له کنډوالو څخه وژل شوي ولسي وګړي راوباسي.
    • په دمشق کې هم تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی. د حکومت له لوري یو خپور شوی انځور ښيي چې یو ګاډی جرمانه ولسوالۍ کې د بمي چاودنې په نتیجه کې ویجاړ شوی دی.
    • سره میاشت وايي، نیت لري چې خپلې مرستې سوریې ته ډېرې کړي، خو ځینو سیمو ته لاهم لاسرسی ناممکن دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .