د ارمنستان زرغون جومات

د خپريدو وخت: 10:39 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391
    • دغه جومات په ارمنستان کې د فارسیانو له خوا په اتلسمه پېړۍ کې د شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی دی.
    • که څه هم هغه مهال د شورویانو له وېرې مسلمانانو سم فعالیت نه شوای کولی، ددغه یاروان جومات اسلامي چارې هم په ټپه ولاړې وې.
    • لویې دروازې ته نژدې یې یوازینۍ مناره ده، چې د جومات ښکلا ورسره دوه برابره شوې ده.
    • خو د ایراني حکومت په همکارۍ د یاروان تر خپلواکۍ اخیستو وروسته دغه جومات ته ډېر پام واوښت.
    • د یاروان سیمه په څوارلسمه پېړۍ کې د تیموریانو له لوري نیول شوې وه، چې ګڼو مسلمانو واکمنو پرې خپل واک چلولی دی.
    • خو د اتلسمې پېړۍ پرمهال، دا سیمه د نادر شاه کریم حسین علي خان زند په مټ د ایران یو ولایت وګرځول شو.
    • د جومات په جوړښت کېله بېلابېلو نقشونو او طراحیو ګټه اخیستل شوې ده.
    • علي خان د جومات د بنسټ ډبره کېښوده، خو چارې یې په ۱۷۶۲ کال تر ۸۳ پورې بشپړې شوې.
    • دغه جومات د ښار د مسلمانانو د لویو ناستو او مناسباتو لپاره د هوساینې یو ځای و.
    • په جومات کې د لمونځ کوونکو د یوه لوی جومات سربېره، یو کتابتون، او مدرسه هم شته، چې ۲۸ خونې لري.
    • جومات په ټول ټال ۷۰۰۰ مربع متر ځمکه اباد شوی دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .