په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: جګړه او انځورګري

جګړه او نځورګري

Image caption جورج بټلر سوريه کې د هغو منظرو او نندارو د رسمولو او کاږلو کار پيل کړ، چې د سترګو تر مخ يې تېرېدې.

بريتانوی انځورګر جورج بټلر چې کله په تېره نژدې موده کې له ترکيې نه سوريې ته ورواوښت، نو هغه سيمه چې دی لومړی ورغی ازاز ښارګوټي و.

ده هلته ويجاړ شوي ټانکونه، او د جګړې له امله د زيانمنو شويو او نړېدلو ودانيو امبارونه وليدل.

خو د ګډوډۍ او جنګ جګړو په ترڅ ترڅ کې د خلکو عادي ژوند هم روان و.

جورج بټلر هم د سوريې خپلواک پوځ په ساتنه کې د هغو منظرو او نندارو د رسمولو او کاږلو کار پيل کړ، چې د سترګو تر مخ يې تېرېدې.

جورج بټلر په کېنګسټن پوهنتون کې تر ۲۰۰۷ کال پورې د انځورګرۍ زده کړې کړې، او له هماغه ځايه يې د راپورتاژ ځينې مهم هنري کارونه ترسره کړل.

لومړۍ پروژه يې په افغانستان کې چې د بريتانوي پوځ مېلمه شوی و، د سرتېريو رسمول و.

وروسته بيا انځورګرۍ د نړۍ بېلابېلو برخو ته بولی، چې په کې يې په ازربايجان کې د تېلو توليد ځايونو، بيا د پلاسټيکي جراحي عملياتو، په لندن کې دG20 سرمشريزې پرمهال د ګډوډيو، د نيويارک اوروژنې څانګې او په هند کې د فيلانو انځورګري کړې، او څو ځله يې د انځورنو نندارتونونه جوړ شوي دي.

په افغانستان کې که څه هم د تېرو څه د پاسه دريو لسيزو جګړو د نورو هنرونو په څېر انځورګري ځپلې، خو په تېرو څو کلونو کې د نندارتونو په جوړېدو د انځورګرۍ هنر د بيا غوړېدو څه سېک موندلی دی. د دې اوونۍ پېلوزي کې له افغان انځورګر ومان نيازي سره په افغانستان کې د انځورګرۍ پر هنر خبرې کوو.

کابل فلم فيسټيوال

Image caption کارپوهان وايي په افغان سينما کې ځوانانو په فعاليت يو خوځښت پيل شوی دی.

دا اوونۍ د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ او د جرمني فرهنګي مرکز ګوېته انسټيټيوټ، بريتانيا او فرانسې فرهنګي مرکزونو په نوښت په کابل کې د فلمونو يو فسټيوال جوړ شوی و.

د فسټيوال موخه ځوانو فلم جوړوونکيو ته د دې لارې هوارول و، چې د تنظيموونکيو په وينا هم خپل فلمونه جوړ کړي او هم د فلم په اړه خپل ليد بدل کړي او زده کړې وکړي.

په کابل کې د ګوېته انسټيټيوټ څانګې مشر ابراهيم هوتک وايي د فلم جوړونې له شاوخوا ۲۰۰ وړانديزونو يې ۱۱ غوره کړې، چې د دوی په همکارۍ بيا دغه فلمونه جوړ شول.

ښاغلی هوتک وايي په جوړو شويو فلمونو کې پر مستندو او هنري فلمونو سربېره د پام وړ بېلګې د انيمېشن فلمونه هم وو، چې دا ده په وينا د افغان سينما لپاره د نېکمرغۍ خبره ده.

خو ښاغلی هوتک وايي سره له دې چې په افغان سينما کې ځوانانو په فعاليت يو خوځښت پيل شوی، خو دا چې زيات فلم جوړوونکيو فلم جوړونې ته مخه کړې، کيفيت ته يې پام نه کېږي، نو د ده په وينا بايد د سينما په اړه تګلارو کې سمون راشي.

د ننګرهار ښوونځيو کې د مهالنيو چاپ

د انځور حقوق Getty
Image caption د افغانستان لرې پرتو سيمو کې ښوونځي او زده کوونکي له ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.

د ننګرهار ولايت په شاو خوا ۲۰ ليسو او ښوونځيو کې د مهالنيو او مجلو د چاپ لړۍ پېل شوې ده.

د پوهنې ادارې چارواکي وايي، له دې موخه دا ده چې له يوې خوا زده کوونکي له فرهنګي چارو سره اشنا شي او بل لوري ته، د دوې لپاره ښوونيزې ليکنې چاپ شي.

په جلال اباد کې ببرک مياخېل د ننګرهار د پوهنې ادارې له وياند محمد اصف شينواري سره د دغو مجلو او مهالنيو په اړه خبرې کړې چې په کومو سيمو او ښوونځيو کې چاپېږي، څنګه او څه په کې چاپېږي.

د پکتيا ځوانانو فکري غونډه

دا اوونۍ په پکتيا کې داوښتون کلتوري ټولنې په نوښت د ځوانانو لپاره د فکر لوړولو،په ټولنيزو چارو کې د اغيزمنې ونډې اخيستنې، د مدني ټولنو د ارزښت او د دې تر څنګ د ملي يوالي د غښتلتيا په موخه غونډه جوړه شوې وه. ((په ټولنيزو چارو او حکومتوالۍ کې د ځوانانو فکري ونډه)) د دغې غونډې د سر موضوع وه، چې پر پکتيا پوهنتون سربېره د دغه ولايت سلګونه زده کوونکي او ځوانان هم ورغلي وو. په ګردېز کې مو همکار احسان الله مهجور د اوښتون کلتوري ټولنې له دې نوې هڅه خبروي.