په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

٢٥٠ ولسوالۍ د ښځينه ښوونکو له نشتوالي کړيږي

د افغانستان د ښوونې و روزنې وزارت وايي چې د دغه هېواد په ٢٥٠ ولسواليو کې د نجونو د ښوونځيو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دا خبره د ښوونې و روزنې د وزارت مرستيال اصف ننگ د بي بي سي ستاسو غږ خپرونې ته وکړه.

ښاغلي ننگ وويل لويه ننگونه د ښځينه ښوونکو ده چې لا تر اوسه يې د حل لار نه ده ورته موندلې.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ د ښوونځيو پر ستونزو د ښاغلي ننگ د مرکې لنډه برخه اورئ.