په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسلام ته په سپکاوي تورنه نجلۍ په ضمانت خوشې شوه

په پاکستان کې يوۀ قاضي هغه وړه نجلۍ په ضمانت خوشې کړې چې اسلام ته په سپکاوي تورنه وه.

رېشما مسيح چې ذهني ناروغه هم ده له تېرو درو اوونيو څخه تر هغه وروسته په توقيف کې وه چې د قران شريف د پاڼو په سوځولو تورنه شوه.

تېره اوونۍ يو ملا په دې تور ونيول شو چې گواکې د دې په يوه کڅوړه کې يې د قران شريف سوځولې پاڼې اېښې وې.