اوونۍ په انځورونو کې: ۱ـــ۷ سپتمبر

د خپريدو وخت: 18:30 گرینویچ - شنبه‬ 08 سپتمبر 2012 - 18 وږی 1391
    • نيو زيلاند کې ترسره شوې یوې پراخې څېړنې موندلې چې په زلمیتوب کې د بنګ Cannabis څکول د مغزو وده ورو کوي او په پایله کې یې روږدي وګړي له مغزو پڅیږي. دې څېړنې شاوخوا ۱۰۰۰ وګړي د ۲۰ کلونو په اوږدو کې بیا بیا آزمویلي دي او د بنګو د څکولو اوږد مهالی اغېز یې د دوی پر ذهني روغتیا باندې کچ کړی دی. دا عکس په کندهار کې اخیستل شوی.
    • د امریکا په لیویزیانا ایالت کې یوه مېرمن له خپلې پيشو سره. دا ایالت د ایزاک توپان وځاپه.
    • د سکاټلند په یوه ساحل کې شاوخوا ۱۶ نهنګان مړه موندل شوي و.
    • د بلجیم په ګراند پرېکس سیالیو کې د موټر چلونې ځغاسته چې د ټکر پاتې شوني يې ښکاري.
    • په هند کې د اور لګېدنې نه خلک تښتي.
    • پخواني ولسمشر بېل کلنټن بارک اوباما د امریکا د دې نومبر ولسمشریزو ټاکنو ته ونوماوه.
    • د برتانیا سلطنتي کورنۍ د اس ځغلونې یو لوبه ويني.
    • پرتګال د ځنګل اور لګېدنې ډېر ځپلی دی.
    • په لندن کې د پرالمپيک لوبې زور اخیستی او چین لا هم د سرو زرو د مډالونو په سر کې دی.
    • په سوېلي افریقا کې د یوه ماین د کنستونکو او اتحاديې تر منځ خبرې بیا پيل شوي دي.
    • په وینس کې د ونیس د فلمونو د فیسټوال په ۶۹ هغه کې امریکايي فلمي ستوري وينئ.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .