په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د کندهار شاهي جامع جومات

Image caption د ۳۰ کلنې جګړې په اوږدو کې د کندهار لرغوني او تاريخي ځايونه زيانمن شوي دي.

د کندهار شاهي جومات

دکندهار ښاروالۍ چارواکي وايي د دغه ولايت د سوداګرو په مرسته يې د هغو لسګونو سپېڅلو او لرغونو څايونو د رغولو چارې پيل کړې چې اوس مهال په خورا بد حالت کې دي.

د دغه ښار چارواکي وايي اوس يې رغولو ته مټې رانغښتې، او لومړيتوب يې د ښار هغو جامع جوماتونو ته ورکړي چې د لرغونتوب له اړخه يې ارزښت زيات دی.

په دغو سپېڅلو او لرغونو ودانيو کې يوه هم شاهي يا شاه جامع جومات دی چې کابو ۲۶۰ کاله لرغونتوب لري.

که څه هم د کندهار چارواکي د دغه ښار لرغونو ځايونو رغونې په اړه د مرکزي حکومت د بې غورۍ يادونه کوي، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د شاه جومات رغونې چارو کې د دوی استازی شامل دی، او هم يې د کندهار نور تاريخي ځايونه رغولي دي.

د افغان اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي وايي پر کندهار سربېره دوی د افغانستان نورو سيمو کې د تاريخي ځايونو په رغولو کار کوي.

پښتو شعر

Image caption عبد الباري جهاني د پښتو معاصر ادب نومتی شاعر دی

د دې اوونۍ پېلوځي کې د پښتو له يو مشهور شاعر سره پر شعر غږېږو.

پښتو شعر کې د مرثيې او درناوي بوللې له پخوا دود او ډېرې دي، له کلاسيک يا پخواني شعر يې هم بېلګې راپاتې دي، اوس مهال په کې بيا ډرامايي شعر هم ډېر شوی او شاعران په کې په ډراماټيک ډول د خپلې ټولنې د غم او ټراژيډۍ کيسې نغاړي.

عبد الباري جهاني د پښتو معاصر ادب له نوموتو شاعرانو بلل کېږي.

ده په تېره نژدې موده کې ځانمرګي ته وينا، پښتنو بېړۍ ډوبېږي، د اختر جامې، فرعږن او هامان او داسې نور شعرونه ويلي، چې داستاني بڼه او ځانګړی پيغام لري.

دی وايي شعر يې د افغانستان وروستي حالت غبرګون دی.

د پېلوځي فرهنګي خبرونه

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا لومړی ځل دی چې يو کورايی فېلم ډايرېکټر په کې په يو ستر فېلم فسټيول کې تر ټولو غوره جايزه اخلي.

د جنوبي کوريا فېلم (پيېټا ) د وېنېس فېلم نړيوال فسټيوال ۶۹ مه دوره کې د سرو زرو زمري جايزه وکټله.

دغه فېلم د يوې مور او زوی چې يو سخت زړی پور غونډوونکی دی، د تاوتريخوالي او بېوزلۍ غمناکه کيسه ده.

زوی يتيم لوی شوی او يوازې وي، د پورونو غونډونې پر مهال پوروړي چې د پورونو په ورکړه نه توانېږي، د بيمي پيسو لپاره ټپيانوي.

د زور زياتي ورځني ژوند کې يې بيا يوه نامعلومه مېرمن راڅرګندېږي چې د ده د مورګنۍ داوه کوي.

دغه فلم (کيم کي ډوک Kim Ki-duk) ډايرېکټ او جوړ کړی او دا يې اتلسم فېلم دی.

دا لومړی ځل دی چې يو کورايی فېلم ډايرېکټر په کې په يو ستر فېلم فسټيول کې تر ټولو غوره جايزه اخلي.

(کيم کي ډوک) لومړی کوريايی هم دی چې په دريو وېنېس، کان، اوبرلېن نړيوالو فسټيولونو کې يې جايزې اخيستې دي.

د وېنيس فېلم فسټيوال کې د سپينو زرو زمري جايزه بيا د امريکا د (ماسټر THE MASTER) فېلم ډايرېکټر پاول توماس انډرسن واخيسته.

د (ماسټر) فېلم د يوې مذهبي ډلې کيسه کوي، چې يو پخوانی جنګيالی خپلې ډلې ته ورجذبوي.

غوره فېلم ستوري جايزه بيا د (ماسټر) فېلم لوبوغاړيو (فېليپ سېمور هوفمن Philip Seymour Hoffman) او (جوکين فونېکس Joaquin Phoenix) ترمنځ ووېشل شوه.

د وېنېس نړيوال فسټيوال د تېر اګست پر ۲۹ مې پيل او د سپتمبر تر ۸ پورې روان و.

د دغه فسټيوال ادارې ويلي موخه يې د نړيوالې سينما ټولو بڼو او د هنر، ساتېرۍ او هم يو صنعت په توګه بېلابېلو اړخونو پرمختيا او په اړه يې د پوهاوي لوړول دي.

په دغه فيسټوال کې ګډونوالو فېلمونو پر کوربه هېواد ايټاليا سربېره د ۴۰ هېوادونو او سيمو استازيتوب کاوه.

وېنېس نړيوال فيسټيوال چې په ۱۹۳۲ کال کې يې بنسټ ايښودل شوی، د نړۍ له پخوانيو فېلم فسټيولونو شمېرل کېږي، او هر کال د اګست او سپتمبر مياشتو کې ترسره کېږي.

د بوسان فلم فسټيوال

ټاکل شوې د جنوبي کوريا بوسان نړيوال فېلم فسټيوال چې د راتلونکي اوکتوبر له ۴ مې نه به تر ۱۳ مې روان وي، د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څه د پاسه ۳۰۰ فېلمونو د کره کتنې په موخه نندارې ته وړاندې شي.

په دغو فلمونو کې (ملګری کېم الوځي) يو رومانټيک کوميډي فېلم هم دی، چې په بشپړ ډول شمالي کوريا کې انځور شوی دی.

د بوسان نړيوال فېلم فسټيوال چې په ۱۹۹۶ کال کې يې بنسټ ايښودل شوی، په کلني ډول ترسره کېږي، چې په اسيا کې د خپل ډول تر ټولو لوی فسټيوال بلل کېږي.

په تېر کې پر دغه فسټيوال نژدې ټول د کوريايي فلمونو اغېز خپور و، خو اوس يې پر ۱۷ کلنۍ تنظيمونکي وايي دوی لېوال دي چې د اسيايۍ سينما رنګارنګوالۍ په کې څرګند کړي.

د من بوکر کتاب جايزه

د "من بوکر" جايزې لپاره سيالۍ کې ۶ کتابونه اعلان شوي دي.

Image caption د سږ کال من بوکر جايزې ته د هېلاري مانټېل "جسدونه راوړه" کتاب وتلی دی

ګټونکی ليکوال چې د راتلونکي اوکتوبر پر ۱۶ مه به اعلانېږي، ۵۰ زره پونډه جايزه به ګټي، پر دې سربېره به د سيالۍ لپاره هر وتلي ليکوال ته ۲۵۰۰ پونډه ورکول کېږي.

د دغو ۶ کتابونو د لوړې کچې پلور اټکل هم کېدی شي. په دغو کتابونو کې د ماليزيايي ليکوال ټان ټوان اېنګ د (د ماښام ګرد بڼ) چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د جاپاني زندان يوه ژوندي پاتې شوي کيسه کوي.

(د لامبو کور) د ډېبورا لېوي، (جسدونه راوړه) د هېلاري مانټېل، د (رڼا کور) د اليسن مور، (چترۍ) د وېل سېلف، او (نارکوپوليس) د جيټ تايېل ليکنه ده، چې مان بوکر جايزې لپاره چاڼ شوي دي.