په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان لوبډلې د سريلنکا لوبډله په لوی توپیر ماته کړه

افغانستان د ملگرتابه په يوه لوبه کې د نړۍ د کرېکټ يوه وتلې لوبډله – سريلنکا د منډو په لوى توپير وپرځوله.

دا لوبه د ۲۰ ۲۰ اورونو تر نړيوال جام دمخه شوې چې همدا اوس په سريلنکا کې روانې دي.

افغانستان په دغو سياليو کې پر چارشنبه (سپتمبر/۱۹) له هند او پر را روانه يکشنبه (سپتمبر/۲۳) له انګلستان سره لوبه لري.

په کولمبو کې دافغان کرېکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود د نننۍ لوبې په اړه زموږ همکار ابراهيم اميري ته نور معلومات ورکړل.