نړۍ کې د اسلام سپکوونکي فلم ضد مظاهرو لړۍ

د خپريدو وخت: 05:44 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391
    • د نړۍ په ګڼو -په تېره بیا اسلامي هېوادونو کې- زرګونه کسانو امریکا کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د سپکوونکي فلم په غبرګون کې مظاهرې وکړې.
    • د فلم پړه نېغ په نېغه پر امریکا واچول شوه، چې دغه فلم په کې جوړ شوی دی. اندونیزیايي مسلمانانو جاکارتا کې مظاهره وکړه او د امریکا بیرغ ته یې اور ورته کړ.
    • د هندي کشمیر په سرینګر کې هم مسلمانو ښځو د فلم ضد مظاهره وکړه او د پیغمبر په ملاتړ یې له ځانه سره لیکل شوي پیغامونه لېږدول او د امریکا ضد شعارونه یې ورکول.
    • د یمن پلازمېنه صنعاء کې د مظاهره کوونکو ډلې د امریکا ضد شعارونه ورکړل او د امریکا د سفیر د وژنې غوښتنه یې کوله.
    • د لوېديځې تراډې په رام الله کې بیا سلګونه فلسطينیانو یوه سوله ییزه مظاهره وکړه، او د فلم پرضد یې خپله غوسه ښکاره کړه.
    • د جنوبي فلیپين په ماراوي ښار کې بیا ډېرو مسلمانو چې ښځې هم په کې وې، سوله ییزه مظاهره وکړه او د امریکا او اسراییلو ضد شعارونه یې ورکول او دوی یې د اسلام او اسلامي نړۍ دښمنان وبلل.
    • دغه سړی ویل کېږي چې د اذربایجان د اسلامي ګوند غړی دی، چې باکو کې د پولیسو له لوري نیول وشی . ګناه یې دا ده چې د امریکا سفارت ته څېرمه یې په کوچني لاریون کې ګډون کړی دی.
    • د کابل پلازمېنه کابل کې هم د تېرې دوشنبې په ورځ د ناټو او امریکايي بنسټونو په خوا کې تاوتریخجنې مظاهرې وکړې، سلګونه کسانو د امریکا ضد شعارونه ورکول، بیرغ یې وسوځاوه، او له پولیسو سره په اخ او ډب کېوتل.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .