په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان او ويسټ انډيز د لوبې ويديو

ويسټ انډيز په شل اوريزو کرېکټ لوبو کې د نړۍ يو له خورا خطرناکو لوبډلو گڼل کيږي له افغانستان سره په لوبه کې يې همدا نظر لا ډېر ثابت کړ.

افغان کپتان نوروز منگل د پچې تر گټلو وروسته خپله منډو ته ملا وتړله.

په لومړي اوور کې کريم صادق وسوځېد خو نوروز منگل د درو څلوريزو په وهلو داسې وښووله چې افغانستان د نړۍ له ښو لوبډلو سره سيالۍ ته چمتو دى.