په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان مصنوعات د برتانيا بازار ته لار غواړي

د افغانستان حکومت او نړيوال مرستندويان په هڅه بوخت دي چې افغان سوداگرو ته په برتاناي کې بازار ومومي چې وچه مېوه او نور توکي په کې وپلوري.

سعيدې محمود د بي بي سي د لندن په ستوډيو کې له افغان سوداگر پير محمد روحين، په افغانستان کې مېشت د سولې بنسټ له مشر محمد شريف عثماني او په لندن کې د افغان سفارت له تجارتي اتاشې احمد جاويد سره په همدې موضوع بحث کړى دى.