په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د تخار ولایت درقد سیمه له ویجاړېدو سره مخامخ ده

د تخار ولايت درقد ولسوالي چې په امو سين کې د يوې جزيرې په توگه پرته ده، وگړي يې وايي له گڼو ستونزو سره لاس او گريوان دي. د يادې شوې ولسوالۍ خلک وايي په خپلو جوړ شويو بېړيو کې په ساعتونو لېږد کوي چې د سيند پر بله غاړه د تخار بلې ولسوالۍ خواجه بهاء الدين ته ورسېږي.

د درقد ولسوالۍ کسان وايي چې په تېرو کلونو کې يو شمير ناروغان د کښتيو په انتطار کې د سيند پر غاړه مړه شوي دي. بله غاړه د تخار والي عبد الجبار تقوا وايي هڅه کوي چې د يو شمېر بهرنيو بنسټونو په مرسته ددغو خلکو لپاره پر سيند يو پول جوړ ل کړي:

په درقد ولسوالۍ کې شاوخوا شپيته زره وگړي مېشت دي.