د نړۍ د طراحۍ نړيوال فيستيوال

د خپريدو وخت: 11:59 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391
    • د نړۍ د طراحۍ د نړيوال فيستيوال جايزې لپاره په ۳۳ برخو کې ۳۰۰ پروژې غوره شوي چې د درې ورځو دغه فيسټیوال په ترڅ کې به پرې غور کيږي. دا ودانۍ په سینګاپور کې ده چې په ۹۳۰۰۰ متره مربع ځای کې جوړه شوې.
    • دا ودانۍ چې د چین په ټاینجین کې جوړه ده، دې فيسټیوال ته وړاندې شوې
    • دا ودانۍ په اسپانیا کې ده او د تخنیک د پرمختیا او څېړنو په برخه کې ورڅخه کار اخیستل کيږي.
    • دا ښکلې ودانۍ د اسټرالیا په مېلبورن کې ده.
    • دا د امریکا په مسچوسېټ کې جوړه شوې ودانۍ ده چې اوس ورنه د روغتیايي توکو یا درملو د تاریخ د موزیم په ډول کار اخیستل کيږي.
    • • د سوېلي افریقا دا ودانۍ هم د کال د غوره ودانۍ د لقب اخیستلو په هیله په فيسټیوال کې برخه اخلي.
    • دا ودانۍ د لندن په ډاکلنډ کې جوړه شوې.
    • د نیوزیلند د وایهیکي ټاپو
    • په جاپان کې دا ودانۍ هم کتابتون دی، هم تیاتر او هم د خلکو د مراسمو لپاره یو صالون.
    • دا جنوبي کوریا ده.
    • په سويډن کې د هنرونو یو موزیم.
    • د ایران له تهرانه ۵۵ دقيقې لېرې دا ودانۍ په ۲۰۰۸ کال کې جوړه شوې. د نړۍ د طراحۍ د نړيوال فيستيوال د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر له ۳ تر ۵ په سینګاپور کې جوړيږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .