په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خېبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۵ پېښه تاييد شوه

په داسې حال کې چې "راتلونکي نسل ته زموږ ژمنه، له ګوزڼ پرته یوه نړۍ په نامۀ" دا تېره ورځ په نيويارک کې د ملگرو ملتونو په ودانۍ کې جوړه شوې غونډې ته د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو خبرې وکړې او په خپلو هېوادونو کې يې د ګوزن یا پولیو د له منځه وړلو لپاره د هر راز هلو ځلو ژمنې وکړې، د خېبر پښتونخوا روغتيايي چارواکو په دغه ايالت کې د گوزن د ناروغۍ ۱۵ مه پېښه هم تاييد کړه.

په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې نا امني او ځينې دوديز باورونه او د گوزڼ ضد واکسين سره د ځينو وسله والو مخالفت د گوزڼ ضد کمپاين په لاره کې مهم خنډونه بلل کيږي.

په خيبر پښتونخوا کې د گوزڼ د پېښو په تړاو مو نور جزيات د گوزڼ ضد کمپاين له مشر ډاکتر جانباز اپريدي نه و پوښتل.