په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د ترافيکي پېښو مخنيوى څنګه کېدى شي؟

د نړۍ د ځينو نورو هېوادو په څېر په افغانستان کې هم هر ورځ لوى شمېر وگړي د ترافيکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي يا هم ژوبليږي.

يوازې په کندهار ولايت کې چې په تېرو څو کلونو کې جگړې ډېر ځپلى دى د ٢٠٠٨ او ٢٠١٠ کال ترمنځ د ثبت شویو شمېرو ترمخه ٢٨٠٠ کسان د جگړې او ٣٢٠٠ د ترافيکي پېښو له امله رامنځ ته شویو ټپونو په نتيجه کې مرکزي روغتون ته وړل شوي.

دا ترافيکي پېښې بېلا بېل علتونه لري چې په سر کې يې بې احتياطي، خراب سړکونه، د سرغړونکو موټر چلووونکو نه محاکمه، او نور راځي

د ستاسې غږ په دې پروګرام کې پر دې موضوع خبرې وشوې چې حکومت او خلک د ترافيکي تلفاتو د مخنيوي يا لږ تر لږه راکمولو لپاره بايد څه وکړي؟