له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوي انځورونه

د خپريدو وخت: 06:04 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391

که بحري توپان وي او که سونامي، قدرتي افتونه او د انسان له لاسه له پېښو شویو ورانکاري وروسته له مصنوعي سپوږمکیو څخه تر لاسه شوي تصویرونه د خلکو د ژوند ژغورلو په برخه کې ډېره مرسته کوي. د دې تصویرونو په مرسته له خطر سره د مخامخ خلکو او ځایونه په اړه معلومات تر لاسه کیږي.

په ۱۹۹۹ کال د ډزاسټر چارټر نومي ادارې له رامنځ ته کېدو وروسته د فضايي ادارو تر منځ د معلوماتو د راکړې ورکړي لپاره یو منظم میکانیزم جوړ شو. چارټر له هغه وروسته تر اوسه پورې له ۱۰۰ نه په ډېرو هېوادونو کې له ۳۰۰ نه د زیاتو پېښو په اړه تصویرونه وېشلي دي.

دغه تصویرونه د ۲۰۱۲ کال د فضايي اوونۍ په لړ کې وړاندې کیږي. دغه تصویرونه له ځمکې نه له سلهاوو کیلومتره واټن څخه اخېستل شوي دي او په وسیله يې د ډېرو ژوند ژغورل شوی دی.

    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - واشنګټن کې د کولمبیا اوبو ته څېرمه غاړه.
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - روسي ځنګلونو کې د اور څپې او لوګی.
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - پاکستان ۱
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - پاکستان ۲
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - نایجریا کې اور.
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - نیو اورلاینز
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - نامبیا
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - مکسیکو
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - موریتانیا کې د اوبو ښکلې منظره، چې د ''نړۍ سترګه'' هم ورته وايي.
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - لندن کې د تیمز اوبو څنډه.
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - د برتانیا لانکیشیر کې اور .
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - د امریکا کینتاکي ایالت کې سېلابونه.
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - جاپان کې له څونامي وروسته د تېلو صافولو فابریکه کې اور.
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - هنګري کې له یوې فابریکې بهر مضر کیمیاوي مواد.
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - ګرین لېنډ
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - یونان کې اور
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - شمالي استرالیا، دارون
    • کاناډا، ریټل سنیک ډنډ
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - کلیفورنیا، ځنګلونو کې اور
    • له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور - برازیل کې د ځنګلونو ختمېدل.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .