په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د کوچينوالي واده ستونزه څومره پراخه ده؟

افغانستان کې لاهم د نجونو پر زېږېدنه د کورنيو د ناخوښۍ دود له مينځه نه دى تللى، په تېره بيا کله چې دغه زېږېدنې پرله پسې وي او مور هېڅ نارينه کوچنى ونه لري.

ډېر ځله هغه ميندې چې پرله پسې نجونې زېږوي د کورنۍ له تاوتريخوالي سره مخامخېږي او يا يې مېړونه نور ودونه کوي.

ديني عالمان دغه ډول چلند له اسلام نه سرغړونه بولي چې هلک او نجلۍ ته يې يو ډول حقونه ټاکلي دي.

خو د دې تر څنګ مور اوپلار دي ته اړ ايستل کېږي چې خپله لور په کوچينوالي کې واده کړي.

په افغانستان کې دا ستونزه څومره پراخه ده؟

دې او څو نورو پوښتنو ته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسيون مشره سيما ثمر ځوابونه وايي.