په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د نوبل ادب جايزه

د انځور حقوق AFP
Image caption مو يان ۵۷ کلن دی، او د چين لومړی اوسېدنکی دی چې د نوبل جايزه ګټي

د ۲۰۱۲ کال نوبل ادب جايزه چينايي ليکوال مو يان ته ورکړل شوه.

د يوه پياوړي ليکوال په توګه ښاغلي مو لسګونه لنډې کيسې ليکلې، او لومړۍ ليکنه يې په ۱۹۸۱ کال کې خپره شوې ده.

د نوبل جايزې سويډنۍ اکاډمۍ د ده د کارونو ستاينه کړې، چې په تخيلي ريالېزم يا واقعيت سره فولکلوري کيسې، تاريخ او معاصر وخت سره پويي.

مو يان ۵۷ کلن دی، او د چين لومړی اوسېدنکی دی چې د نوبل جايزه ګټي.

د مو ليکنې د خپل ټاټوبي شاندونګ د کليوال ژوند د سختيو انځورونه کوي.

مود نوبل ادب جايزې ۱۰۹ مه شمېره ګټونکی دی، چې تېر ۲۰۱۱ کال سويډنې شاعر ټوماس ټرانسټرومر ګټلې وه.

دغه جايزه چې د نوبل بنسټ له خوا وړاندې کېږي، يوازې ژونديو ليکوالانو ته ورکول کېږي، او ارزښت يې ۸ مليون کرونه يا ۷۴۱ زره بريتانوي پونډه دی.

چينانۍ خبرياله شيو شياو چين پېلوځي ته د نوبل ادب جايزې سږنی ګټونکی راپېژني.

مو يان کېدی شي له چين بهر په "Hong gaoliang" يا "سره جوار" کيسو ټولګې تر ټولو ښه پېژندل شوی وي. په دې کيسو کې د جاپاني نيواک پر مهال د چين کيسه هم ده.

د مو په نورو ستايل شويو ليکنو کې د شرابو جمهوريت، ژوند او مرګ مې پوښي، وتليې سينې او سورور ورنونه ناولونه راځي.

د اسټراليا سيډني کې مېشت د ادبياتو استاذ او ليکوال احسان الله اذري ستانکزی پېلوځي کې د نوبل ادب سږنۍ جايزې ګټونکي چينايي اديب مو يان د ليکنې ځانګړنې په ګوته کوي.

د نوبل مخینه

د انځور حقوق Getty
Image caption الفرېد نوبل د ۱۸۹۵ کال نومبر پر ۲۷ مه خپل وروستی وصيت کې د خپلې شتمنۍ ډېری برخه يو لړ جايزو ته ځانګړې کړه.

نوبل جايزې بنسټ ايښودونکي الفرېد نوبل د ۱۸۹۵ کال نومبر پر ۲۷ مه خپل وروستی وصيت لاسليک کړ، چې له مخې يې د خپلې شتمنۍ ډېری برخه يو لړ جايزو ته ځانګړې کړه، چې بيا د نوبل جايزې ونومول شوې.

د نوبل ادب لومړی جايزه په ۱۹۰۱ کال کې ورکړل شوه، چې ګټونکی يې فرانسوی سولي پروډوم و. له هغه راهيسې تر سږنۍ جايزې پورې ۱۰۵ ځله ۱۰۹ ګټونکيو ته جايزې ورکړل شوې دي.

مويان او نورو برخو درمل، فيزيک، کيميا او سوله کې د نوبل جايزې ګټونکي به خپلې جايزې د دسمبر پر لسمه په سټوکهولم او اوسلو کې په رسمي مراسمو کې ترلاسه کوي.

د نوبل جايزو بنسټ ايښودنکی الفرېډ نوبل په همدې ورځ په ۱۸۹۶ کال کې مړ شوی و.

د مخ پر ودې هېوادنو نوبل ادب جايزې ګټونکي

پر مو يان سربېره په چين کې زېږېدلي ګاو شينګ جيانګ په ۲۰۰۰ کال کې د نوبل ادب جايزه ګټلې وه، خو دی هغه وخت او اوس هم د فرانسې هېوادوال دی.

د پرمختيايي يا مخ پر ودې هېوادونو له سيمې او ژبو نه رابينډرانات ټاګور په ۱۹۱۳ کال کې په بنګالي او انګرېزی ژبو کې نوبل جايزه ګټلې وه.

د چيلي شاعرې ګابريېلا ميسټرال په ۱۹۴۵ کال کې، د ګواټيمالا ميګېل انجل اسټورياس په ۱۹۶۷ کال کې، د چيلي شاعر پابلو نېروډا په ۱۹۷۱ کال کې په اسپانوي ژبه کې جايزې ګټلې وې.

د نيجريا ولې سويېنکا په ۱۹۸۶ کال کې په انګرېزۍ ژبه ليکنه کې، د مصر نجيب محفوظ په ۱۹۸۸ کال کې په عربۍ ژبه ليکنو کې د نوبل ادب ګټونکي وو.

د ترکيې اورهان پاموک په ۲۰۰۶ کال کې په ترکۍ ژبه ليکنو کې او د پېرو ماريو وارګاس لوسا په ۲۰۱۰ کال کې په اسپانوي ژبه ليکنو کې د نوبل ادب جايزې ګټلې دي.

د چارسدې باچاخان پوهنتون کتاب نندارتون

دا اوونۍ د پښتونخوا چارسدې په باچاخان پوهنتون کې دری ورځنی کتاب نندارتون جوړ شوی و.

په دغه نندارتون کې د پاک ايشيا کتاب ټولنې له خوا ۵۰۰ زره ټوکه کتابونه نندارې ته ايښودل شوي وو.

د باچا خان پوهنتون چې نوی جوړ شوی، د عامه اړيکو او رسنيو مسول سعيد خان خليل وايي پر نندارتون د کتاب مينه والو، په تېره بيا ښځينه زده کوونکو ګڼه ګڼه وه.

له سعيد خان خليل و، د باچاخان پوهنتون کې د جوړ شوي کتاب نندارتون په اړه خبرې کړې دي.