په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په پښتني سیمو کې د ښوونځیو حالت څنګه دی؟

د ماشومانو لپاره د ملګريو ملتونو زده کړې صندوق (يونیسف) او افغانستان د پوهنې وزرات وايي اوس مهال زرګونه ښوونځي پرانيستي دي او شاوخوا ۳،۲ میليون نجونې ښوونځيو ته پر تګ توانېدلې دي.

افغان حکومت او نړيواله ټولنه په تېرو لسو کلونو کې له خپلو لاس ته راوړنو يو هم زده کړو ته د افغان ماشومانو لاسرسی په ګوته ګوي.

خو بيا هم له پلازمېنې کابل او نورو سترو ښارونو بهر، په ښوونه او زده کړه کې بدلون او ښه والی ډېر تت او پيکه بلل کېږي.

اټکل دی تر اوسه ۴.۲ میليون افغان ماشومان له زده کړو بې برخې وي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو زده کړې صندوق (يونیسف) په اټکل ۶۰٪ سلنه يې نجونې دي، او ډېری يې په کليوالو سيمو، په تېره بيا جنوبي او ختيځو ولايتونو کې ژوند کوي.

د افغانستان جنوبي او ختيځو لايتونو په څېر د ډېورند کرښې بله غاړه پرتو سيمو کې، په تېرو څو کلونو کې د ښوونځيو او ښوونکيو حالت هم له ګواښونو ډک و.

په جنوبي او شمالي وزيرستان کې چې اوس هم د پاکستان پوځ او وسله والو اورپکيو ترمنځ نښتې په کې کېږي، ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

امان الله عمران په خپل ځانګړي راپور کې په افغانستان او پښتونخوا کې د پوهنې او زده کړې حالت ته کتنه کړې ده.