اوونۍ په انځورونو کې: د اکتوبر ۶ـ۱۲

د خپريدو وخت: 18:31 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391
    • د برتانیا لومړي وزیر د خپل ګوند په کلنۍ وينا کې وويل د هغو خلکو ملاتړ به کوي چې غواړي په ژوند کې پر مخ ولاړ شي.
    • د سوريې په حلب ښار کې یو جنګیالی په ګزمه ولاړ دی. په دې ښار کې ډاکتران وايي د زخمیانو د زیات شمېر له امله په روغتونو کې ځای نه شته.
    • په يونان کې د اقتصادي بحران پر ضد، هغه وخت خلک په مظاهرو را ووتل چې د جرمني صدر اعظمه د دغه هېواد په سفر بوخته وه. ډېری یونانیان د خپل خراب اقتصادي حالت پړه پر جرمني اچوي.
    • د وېنيزويلا ولسمشر هوګو چاوېز د څلورم ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. نوموړي ۵۴ سلنه رایې وګټلې، په داسې حال کې چې د هغه ۴۰ کلن سیال انریکیه کاپریلس ۴۴ اعشاریه ۹۷ سلنه رایې خپلې کړې.
    • د پيسو نړیوال صندق مشره ګریسټین لګارډ په توکیو کې.
    • یوګندا د خپلواکۍ ۵۰ کلیزه و لمانځله.
    • ویسټ اندیز په کرېکټ کې د ۲۰۱۲ د ۲۰ اوریزو اتلولیو پایلوبه له سریلنکا وګټله.
    • امریکايۍ تقاعد شوې فضايي بېړۍ خپل وروستي ځای ته رسېدا وړاندې د سړک دوه ورځنی سفر پیل کړ.
    • د سوات ویشتل شوې ملالې ته دعاګانې.
    • د اندونیزیا په بالي کې د بمي بریدونو ۱۰ کلیزه چې د اسټرالیا لومړۍ وزیرې جولیا ګیلارد هم په کې ګډون کړی و.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .