روسیه، پوتین او لوېدیځ ـــ لومړۍ برخه

د خپريدو وخت: 13:21 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

ميډيا پلير

څه د پاسه يوه لسيزه کېږي چې ولادمير پوتين د روسيې بشپړ واکمن دی.په پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو کې د لاسوهنې او درغليو له تورونو وروسته د روسيې منځني پوړ لسګونو زره خلک لارو کوڅو ته ووتل او د ټاکنو بيا ترسره کولو غوښتنې يې کولې.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

څه د پاسه يوه لسيزه کېږي چې ولادمير پوتين د روسيې بشپړ واکمن دی.

په پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو کې د لاسوهنې او درغليو له تورونو وروسته د روسيې منځني پوړ لسګونو زره خلک لارو کوڅو ته ووتل او د ټاکنو بيا ترسره کولو غوښتنې يې کولې.

ولادمير پوتين چې په مخکينۍ دوره کې د لومړي وزير پر څوکۍ و، د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې د درېيم ځل لپاره د روسيې ولسمشر وټاکل شو.

د بي بي سي د راپورنو پر بنسټ دا د ده د واکمنۍ کيسه ده.

څنګه پر روسيې واکمنۍ ته ورسېد، د واکمنۍ ټينګونې څه ډول لار يې غوره کړه، پر خپلو ګاونډيانو د روسيې اغېز پراخونې لپاره د ده هڅې او هم د پوتين د تګلارو پر وړاندې لوېديځ څنګه چلن درلود.

دا راپورونه امان الله عمران په پښتو چمتو کړي دي، چې دلته يې لومړۍ برخه اورېدلی شئ.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .