افریقا په انځورونو کې

د خپريدو وخت: 12:44 گرینویچ - چارشنبه 31 اکتوبر 2012 - 10 لړم 1391
    • دا د لیبیا پلازمېنه طرابلس دی. دا سړی له ونې خرما را شکوي. لیبیا یانو همدا جمعه (اکتوبر/۲۶) د پخواني واکمن ډګروال معمر القذافي‎ د وژل کېدو لومړنی تلین ولمانځله.
    • د لوی اختر لپاره لیبایانو تیاری کاوه.
    • دا په سنېګال کې د پسو تلوېزیوني میله ده چې یو زمری په کې یو ګډ را نیسي. د دې خپرونې موخه دا ده چې تر ټولو ښکلی پسه پیدا کړي.
    • دا د افریقا په لوېدیځ کې د سېراليون هېواد دی چې ولسمشرۍ ټاکنې په کې د همدې کال په نومبر کې کېږي. په پلازمېنه فري ټاون کې دا خلک د مخالف ګوند د غړو انځورونه له ځانه سره لېږدوي.
    • په تونس کې حکومت مخلافو مظاهره کوونکو په هغه هېواد کې د لومړنیو ټاکنو په لومړۍ کلیزه لاریون وکړ. تونس هغه هېواد دی چې عربي پاڅون په کې پیل شو او ولسمشر يې هم د همدغو پاڅونونه له امله هېواد پرېښود او سعودي ته وتښتېد.
    • د افریقايي ټولنې او نړۍ مشران سره را ټول شوي چې د مالي ګړکیچ ته یو حل پیدا کړي. دا کډوال د یکشنبې په ورځ د کډوالو لپاره د یوه پنډ غالي پر لور روان دي.
    • په تازانیا کې د یوه مسلمان مذهبي مشر شیخ فرید هادي له ورکېدو وروسته نښتې وشوې او یو څو مظاهره کوونکي هم پولیسو ونیول.
    • د پنجشنبې په ورځ د نايجېريا په لاګوس ښار کې د فېشن ننداره جوړه شوې وه چې نارینه او ښځینه جامې او فېشن توکي په کې وښودل شول.
    • د جمعې په ورځ د گابون په پلازمېنه لېبر ويل کې د شپږو افریقايي هېوادونو نڅا ګرو یوه ننداره وړاندې کړه چې د هېپ هاپ موزیک تر څنګ په کې د کوڅې نڅا هم شامله وه.
    • دا ماشومان د کانګو اوسېدونکي دي خو اوس له هېواده لرې د کډوالو لپاره په یوه پنډ غالي کې ژوند کوي.
    • دا هم په کانګو کې یاغیان دي چې له دولتي پوځ سره یو ځای شوي دي.
    • په کینیا کې خلکو هغه ورځ ولمانځله چې د پخواني واکمنانو پر ضد د ازادۍ لپاره را پاڅېدل . دا ورځ د اتلانو ورځ نومېږي.
    • په سومالیا کې د یوګندا د پوځ غړی خپله وسله پاکوي. یوګندايي پوځيان سومالیا ته د افریقايي ټولنې تر مشرۍ لاندې لېږل شوي دي.
    • د سومالیا د موګادیشو اوسېدونکي د لیدو په سمندر غاړه کې لامبي. شاخوا کورونه د دغه هېواد په دوو لسیزو کورنۍ جګړه کې ویجاړ شوي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .