د عکسونو البوم: امریکا مېشته افغانان

د خپريدو وخت: 17:21 گرینویچ - 04 نومبر 2012 - 14 لړم 1391
    • آمریکا کې نژدې ۳۰۰ زره افغانان ژوند کوي. دلته دغه افغانان له سیاست نه نیولې تر موسیقۍ، سینما، دوکاندارۍ، ټکسي چلونې او پر داسې نورو کارونو بوخت دي.
    • ډېر شمېر افغانان په کلېفورنیا کې اوسېږي. یوازې ۶۰ زره یې د دې ایالت په سانفرانسیسکو، فریمنټ او هېوارډ کې ژوند کوي.
    • په دغو ښارونو کې د افغانانة ټولنې په پرله پسې توګه له امریکایانو سره کتنې لري او د افغانستان او امریکا په اړیکو سره غږېږي.
    • ډېری امریکا مېشته افغانان د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې څاري او دې ته په تمه دي چې را تلونکی ولسمشر به د افغانستان لپاره څه کوي؟
    • په فریمنټ کې د وړوکي کابل په نامه یو ښارګوتي دی چې نن سبا په کې ډ‌یری افغانان د میت رامني او باراک اوباما په ښو او بدو غږېږي.
    • افغانان د دریو لسیزو په اوږدو کې امریکا له کډوال شوي چې ځینې يې له ۱۹۷۰ تر ۱۹۸۰ کلونو پورې، ځینې یې بیا د۹۰مې لسيزې په اوږدو کې او ځینې یې د طالبانو له نسکورېدو وروسته هلته تللي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .