د عکسونو البوم: د اوباما او رامني ژوند

د خپريدو وخت: 13:35 گرینویچ - سه شنبه 06 نومبر 2012 - 16 لړم 1391
    • هغه وخت چې دوی هېڅ نه پوهېدل چې سپینه ماڼۍ یعنې څه.... د امریکا په هاوای ایالت ک د خپلې مور آن ډنهم سره دا کوچنی باراک دی او د پلار په غېږ کې دغه کوچنی رامني دی. د رامني پلار جورج رامني د امریکا موټرز په نامه کمپنۍ کې یو مشر پاتې شوی او د اوباما مور د انسان پېژندنې په برخه کې زدکړې کړې وې.
    • له دې نور زیات امریکايي کېدلی نه شي... کوچنی اوباما په هاوای ایالت کې د بېسبال ډنډه څرخوي او بل لور ته شپږ کلن رامني هڅه کوي چې بېسبال توب داسې ووهي چې له پارک نه بهر شي.
    • اوباما خپل تخلص له خپل کینیايي پلار نه اخیستی خو په ژوند کې یې تر ډېره له هغۀ سره دومره اړیکې نه دي لرلي. دلته پلار او زوى په هاوای ایالت کې سره یوځاى دي. دا هغه وخت دی چې پلار به یې کله ناکله دغه ایالت ته سفر کاوۀ. رامني د خپل پلار سره تل نژدې و.
    • اوباما د هاوارډ پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې له زدکړې وروسته د شیکاګو په یوۀ حقوقي شرکت کې له مېشل رابنسن سره ولېدل. رامني او آنا ډیویس یو بل د ښوونځي راهيسې پېژندل. که څه هم رامني د دوه کلونو لپاره فرانسه کې و خو دوی په منظمه توګه یو بل ته لیکونه استول.
    • له راستنېدو وروسته رامني او آن، چې هغه مهال دواړه ښوونکي وو سره واده وکړ. اوباما او مېشل په شیکاګو کې په ۱۹۹۲ م کال کې واده وکړ.
    • اوباما د شیکاګو په یوۀ پوهنتون کې کار کاوۀ او په ۱۹۹۲ کال کې یې د رايو ورکوونکو په نوم لیکنه کې برخه واخیسته. رامني د اداري سلاکار په توکه دنده تر سره کړې او په ۱۹۹۴م کال کې د سنا غړیتوب لپاره هلې ځلې وکړې خو بریالې نه شو.
    • د دواړو لپاره کورنۍ ډیره مهمه ده. رامني پنځه زامن لري او ۱۸ لمسیان چې په کورني پروګرامونو کې یې تل ګڼه ګوڼه وي.
    • د یو ولسمشر په توګه اوباما ډیر بوخت ژوند لري خو هڅه کوي چې په اوونۍ کې ډېرې ورځې د ماښام ډوډۍ له خپلې مېرمنې مېشل او دوو لوڼو ساشا او مالیا سره وخوري. له جیمي کارتر وروسته په تېرو ۳۰ کلونو کې دوی لومړنۍ جوړه ده چې د کوچنيو بچیانو سره په سپینه ماڼۍ کې ژوند کوي.
    • اوباما په ۲۰۰۴ کال کې د یوۀ نوي سناتور په توګه په خپلې سترې ګوندیزې غونډې کې د وینا لپاره چمتوالی نیسي. له دې وینا وروسته اوباما شهرت پېدا کړ. رامني په ۲۰۰۲ کال کې د ماساچوست والي شو.
    • دوی دواړه غواړي چې له جسماني پلوه روغ اوسي. اوباما د باسکېټبال لوبې سره ډېره مینه لري او ویل کېږي ډېر تکړه لوبغاړی هم دی. که څه هم رامني دلته د بوستن باسکېټبال د یوې ډلې کمیس تر لاسه کوي خو هغه په نورو لوبو کې ګډون غوره ګڼي.
    • د امریکا د ولسمشران او د ګولف لوبې تر منځ څه خبره ده؟ اوباما دغه لوبه ډېره کوي او دومره په کې تکړه نه دی خو وايي په ازاده هوا کې ګرځېدل ورته خوند ورکوي. رامني بې له شکه چې ازاده هوا او روانې اوبه خوښوي.
    • د ټاکنو د کمپیان په بهیر کې د دواړو کاندیدانو مېرمنې ښه رول لوبوي. دوی په بيلابيلو او مهمو ځایونو کې د خپلو مېړونو لپاره کمپاین کوي. په تېرو ګوندیزو غونډو کې د دواړو مېرمنو ویناوې ډېرې وستایل شوې.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .