' د پت وژنې وياړ نۀ، بلکې سپکاوى دى"

د خپريدو وخت: 19:14 گرینویچ - چارشنبه 07 نومبر 2012 - 17 لړم 1391

ميډيا پلير

اغلې هلالي وايي په پښتني سيمو کې هم دا ډول وژنې ډيرې دي چې د ديني عالمانو په مرسته ېې مخنيوى کېدى شي

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د پاکستان د ادارې لاندې کشميرکې يو مور او پلار خپله ١٥ کالنه لور د تيزاب شېندلو سره وژلې ده.

تورمحمد ظفر چې اوس خپلې ميرمنې سره يوځاى بندي دى وايي " له دې امله ېې خپله لور وژلې چې يوه هلک ته ېې کتلي وو". د نوموړي له د مور له خلې ويل شوي دي چې اوس په خپلې دې کړنې پښېمانه ده.

محمد ظفر دوو ميرمنو نه ١٠ څخه زيات کوچنيان لري چې اوس ېې د خپلوانو لخوا پالنه کيږي.

دا لومړى ځل نه دى چې پاکستان کې دا ډول وژنې کيږي ، دا چې ددې عوامل څه دي او مخنيوى ېې څنگه کېدى شي د ميرمنو د حقوقو فعالې، او قانو پوه قاضي مسرت هلالي وايي ددې لوى علت د تعليم او پوهې کمى دى.

اغلې هلالي وايي په پښتني سيمو کې هم دا ډول وژنې ډيرې دي چې د ديني عالمانو په مرسته ېې مخنيوى کېدى شي

اغلې هلالي سره ځانگړې مرکه دلته اورېدى شئ

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .