د افغان کرنیزو تولیداتو نندارتون

د خپريدو وخت: 09:27 گرینویچ - پنجشنبه 08 نومبر 2012 - 18 لړم 1391
    • په پلازمینه کابل کې کرنیزو او صنعتي تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه کرنیز نندارتون پرانیستل شو
    • په نندارتون کې تازه او وچې مېوې نندارې ته وړاندې شوې وې.
    • په دغه نندارتون کې د افغانستان زراعتي تولیدات نندارې ته وړاندې شول.
    • زعفران، چې دا مهال یې په افغانستان کې کاروبار ډېر شوی او تر هر بل کرنیز محصول یې ګټه وټه ډېره ده، د نندارې د غرفو یوه برخه وه.
    • د افغانستان وچې مېوې هم ددغه نندارتون یوه برخه وه.
    • د نندارتون د توکو یوه برخه ترکاري هم وه.
    • لاسي جوړو شوو صنایعو په نندارتون کې د مینه تنده ماته کړه.
    • د افغانستان تازه مېوو لکه انارو او مڼو د نندارتون ښکلا یو پردوه ډېره کړې وه.
    • بېلابېل پېیل شوي غمي او ترې جوړ شوي توکي له ورایه قیمتي ښکارېدل.
    • دغه توکي په نژدې ۱۵۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي وو.
    • چرګان، چې په دې وروستیو کې یې روزنه او پالنه ډېره شوې ده، د نندارتون یوه برخه وه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .