د عکسونو البوم: د اروپا "اېم ټي وي" موسيقۍ جايزو مراسم

د خپريدو وخت: 22:15 گرینویچ - دوشنبه 12 نومبر 2012 - 22 لړم 1391
    • سوپر ماډل هېډي کلوم د اروپا اېم ټي وي جايزې مراسمو وړاندې کوونکې وه. دغه مراسم د جرمني په فرانکفورټ کې ترسره شول.
    • ټېلر سوېفټ د موسيقۍ جايزې دغو مراسمو ستره ګټونکې وه. دې د غوره ښځينه، غوره ژوندۍ بڼې او غوره څېرې جايزې وګټلې.
    • جسټن بيېبر هم چې مراسمو ته نه و ورغلی، دری جايزې وګټلې. ده د دوهم پرله پسې کال لپاره د غوره نارينه، د غوره نړيوال دريځ او غوره پاپ سندرغاړي جايزې وګټلې.
    • تر ټولو ښې وېډيو جايزه د جنوبي کوريا څای په برخه وه. دغه سندرغاړی په تېرو څو مياشتې کې په "ګانګنام سټايل" سندرې د خپل شهرت څوکې ته رسېدلی دی.
    • څای د موسيقۍ دغه جايزه هم د "ګانګنام سټايل" سندرې سره وګټله، چې پر يوټيوب څه د پاسه ۷۰۰ مليون ځله کتل شوې ده.
    • ډېوېډ هاسلوف او هېډي کلوم هم د موسيقۍ مراسمو پر دريځ د "ګانګنام سټايل" سندره وړاندې کوله.
    • سندرغاړې ټېلر سوېفټ د خپل سندريز مهارت څرګندونه کوي.
    • ګوېن سټېفاني هم پر دريځ خپله سندره وړاندې کړه.
    • ماټ بېلامي پر دريځ د ميوز سندره وړاندې کوي.
    • د جنوبي کوريا سندرغاړي څای "ګنګنام سټايل" سندره په ټوله نړۍ کې په خورا چټک ډ‌ول مشهوره شوې ده.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .