پېلوځی: "يو شاعر او بن لادن"ناول

د خپريدو وخت: 20:41 گرینویچ - دوشنبه 12 نومبر 2012 - 22 لړم 1391

ميډيا پلير

د دې اوونۍ پېلوځي کې د "يو شاعر او بن لادن" ناول ليکوال سره خبرې کوو، په هرات کې د يو کتابتون له تابيا خبرېږو، او هم په لندن کې د کوريا فېلم فسټيوال په اړه اورو.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

"یو شعر او بن لادن" ناول

د "يو شاعر او بن لادن" ليکوال وايي دغه ناول يې د د ريښتينو پېښو پر بهير ولا دی.

"يو شاعر او بن لادن" د بي بي سي د يو ليکوال ناول دی چې په بريتانيا کې په تېره نژدې موده کې له چاپه راوتلی دی.

حميد اسماعيلوف چې د بي بي سي ازبکي څانګې مشر دی، دغه ناول يې په انګرېزۍ کښلی چې د روان نومبر پر دوهمه يې د بي بي سي بروډکاسټېنک هاوس نړيواله څانګه کې مخ کتنه وشوه.

د ښاغلي اسماعيلوف "يو شاعر او بن لادن" دغه ناول د خيال او ريښتيا ژوند ګډه انځورونه ده، او د يو داسې شاعر کيسه په کې شوې چې د ريښتيا په لټه کې دی، او خپل برخليک يې د بن لادن ليدو ته کاږي.

خو دی پر دې باور وي چې اسلامي جنګيالي هم د دوی پر وړاندې جنګېدونکيو په څېر د واک تږي دي. ښاغلي اسماعيلوف د خپل ناول په اړه له پېلوځي سره خبرې کړې دي.

"يو شاعر او بن لادن" ناول د يو ازبک شاعر په اړه دی چې بېلګي نومېږي، دی د نوي نسل شاعر دی، يو ځوان شاعر او د ازبکستان نوې شاعرۍ له مشرانو دی. خو د ژوند پای يې د ازبکستان اسلامي غورځنګ سره، د طالبانو ترمنځ وي.

دغه کتاب دا څرګندوی چې ده ته څه پېښ شول، څنګه يې د ازبکستان اسلامي غورځنګ ته لار وموندله.

کتاب د ده د ورور کيسه کوي چې په ازبکستان کې نيول شوی او بيا په زندان کې وژل شوی، خو له دې سره بېلګي په تاجکستان کې د يو صوفي پير په لټه پسې ځي.

خو پېښې دی په تاجکستان کې د اورپکو کمپ ته بيايي، او بيا ورو په ورو دی د ازبکستان اسلامي غورځنګ فعاليتونو کې ورګډېږي او د هغوی ايډيالوژۍ څښتنانو کېږي."

نو دا دې معنا لري چې د ناول کيسه پر ريښتيو پېښو ولاړه ده؟

"دا په يو ډول پر پېښو ولاړ کتاب دی، ځکه ډېر سندونه مې په کې راوړی، د ازبکستان اسلامي غورځنګ مشرانو، طاهر يولداش، جمعه نمنګاني سره په کې ډېرې مرکې دي.

له طالبانو سره په تړوا ډېر مواد په کې دي، ځکه زه په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ کلونو افغانستان تللی وم، او د طالبانو له ډېرو مشرانو سره مې وکتل. نو دا ټول سندونه، او انګېرنې په دغه کتاب کې ځای شوي دي."

څه ډول مو ريښتينې پېښې د ناول او کيسې په لړ کې سره پېيلي؟

"دا چې د ناول بنسټيزه څېره يو شاعر دی، د ده له لارې ما هڅه کړې پر هغه څه پوه شم چې د دغو خلکو په ذهنونو کې دي.

ځکه دی د يو شاعر په توګه هر څه ته پرانيستی دی، دی خپل چاپېر ګوري، سمدلاسه خپل شعر ليکي، دی د دوی ترمنځ د ناول ليکنه پلانوي، دی د دوی ترمنځ فېلم جوړوي، نو دی د دوی د ژوند زده کړه او څېړنه کوي، او د دغه ژوند يو ډول انځور ورکوي.

دا چې دی په خپله يو ليکوال دی، ما هڅه کړې چې د دغو خلکو پر موخو پوه شم، ولې دوی هلته دي، ولې د خپلو خلکو، خپلو حکومتونو پر وړاندې جنګېږي، که حکومتونه زورواکي دي، نو دوی ولې د خپلو خلکو پر وړاندې جنګېږي، نو ما هڅه کړې چې د ده د ليد له لارې پر دې پوه شم."

د ناول له نامه ښکاري، چې دغه شاعر له بن لادن سره کتلي دي؟

حميد اسماعيلوف د بي بي سي اوزبکي څانګې مشر دی. دی په انګرېزی هم ليکنې کوي.

"هو، د سندونو له مخې ده له بن لادن سره کتلي وو، ځکه دوی هغه فېلم ورښوده، چې ده د نورو پخوانيو مسلمانانو سره چې افغانستان ته تښتېدلي وو، جوړ کړی و، د همدغه فېلم له امله داسې ښکاري چې سره کتلي يې وو، او ناول همدا کيسه کوي.

خو د ناول دوهمه برخه هم شته، چې د دوو وروڼو دارا شکوه، او اورنګزېب کيسه کوي، چې د هند لوی مغول امپراتور زامن وو.

دارا شکوه يو ډول صوفي څېره و، اورنګزېب بيا لا سخت سړی و. دارا شکوه بايد له خپل پلار نه د هند امپراتوري نيولې وی، خو څه چې پېښ شول، دا وو چې ورور يې اورنګزېب دی وواژه، پلار يې شاه جهان او د هغه لور زېب النساء يې ونيول.

نو ده د واک ترلاسه کولو لپاره خپل چاپېر هر څوک ووژل او ونيول. خو په عجيب ډول اورنګزېب په خپل وروستۍ غوښتنه کې د خپلو کړنو په اړه توبه وباسي. نو همدا کيسه د شاعر له خوا د کتاب په پای کې کېږي."

نو داسې ښکاري چې شاعر، د ناول څېره، په لومړيو کې د د اورپکۍ له باور اغېزمن شوی و، خو په پای کې مومي چې د لانجې دواړه اړخونه يو د بل په څېر د واک تږي دي؟

"څومره چې د دغې څېرې په اړه پوهېدلی يم، او څومره مې يې چې په څېړنه په دې کتاب کې ښوولی دی، دی هېڅکله د اورپکۍ پلوی نه و، ده هڅه کوله پر دوی پوه شي، سره له دې چې تر پايه دی پر دې لارې تللی دی.

د دغه کتاب يو نوم چې کله په روسۍ ژبه چاپ شوی، دا و "د مرګ پر لور لار چې له مرګ لويه ده"، نو دی پر دې لار پاتې شو، هېڅکله ترې ونه تښتېد، ځکه دا يې تقدير او برخليک و.

خو کله چې ده غوښتل د دغو خلکو په اړه پوه شي، هڅکله يې تاوتريخوالي او هغو خلکو سره خواخوږي نه ده کړې، چې خلک وژني، سرونه غوڅوي، هېڅکله د دوی پر خوا نه و، او دغه کتاب د ده څېړنه کوي، دا ښيي چې دی د دوی په چلن کې هم ريښتيا نه شي موندلی.

دی ګوري چې دوی هم د لانجې د بل اړخ خلکو په څېر دي، دوی کېدی شي طامع وي، واک ته وږي وي، د دوی د بل اړخ د انسانانو په څېر دي، نو ځکه دوی خلک دی او بشپړ مخلوقات نه دي."

له دې مو موخه څه وه، چې د د اورنګزېب او درا شکوه دغه دوه څېرې د ناول کيسې کې ورګډې کړئ؟

"ځکه د اسلام په اړه د پوهاوي بېلابېلې لارې دي. يوه يې د تاوتريخوالي، د هر هغه چا وژل چې ستاسره مخالفت کوي، يو اورپکی پوهاوی.

بله لار چې د قران له دې مشهورې وينا سره سمه ده چې وايي (لا اکراه في الدين) يعني په دين کې زور نه شته.

نرمه بڼه، د مينې اسلام، د پوهنې اسلام او د روښنايۍ اسلام دی، نودغه دريځونه تل وو، او اوس هم شته، نو د دواړو اړخونو څېړنې لپاره شاعر د دواړو وروڼو کيسه کوي.

د کتاب له ليکنې زما هڅه پر دې حقيقت پوهېدنه وه، دموضوع دوه برخې دي، يوه يې د ختيځ لپاره، اسلامي نړۍ کې خلکو لپاره ده، چې کله زيار باسو پر خپلو ځانونو پوه شو.

خو د کتاب بله برخه د لويديځوالو لپاره ليکل شوې، ما د دې څرګندولو هڅه کړې، چې دا د بېلابېلو نظرونو، ليدلارو او بېلابېلو برخليکونو انسانان دي.

بشريت په تور او سپين سره نه شي بېلېدی، په هر اړخ کې ښه خلک هم شته او بد هم، او ما هڅه کړې چې لوېديځوالو ته د بل اړخ شتمني او بډاينه روښانه کړم."

د هرات اديبانو کتابتون

د هرات ادبي ټولنې پتېيلې، په تېره يوه پېړۍ کې د هراتي ليکوالانو، څېړونکيو او شاعرانو چاپ شوي کتابونه، په يوه ځانګړي کتابتون کې راټول کړي.

تراوسه څه د پاسه ۲۰۰ دا ډول کتابونه، دغه نوي کتابتون ته د ډالۍ په توګه ورکړل شوي.

د هرات ادبي ټولنې مشر ولي شاه بهره وايي موخه يې دا ده چې د افغانستان په دودو ژبو ليکل شوي ارزښتناکه کتابونه سره غونډ او د کم ساريو کتابونو د بيا چاپ زمينه برابره کړي. محمد قاضي زاده په هرات کې له ښاغلي بهره سره پېلوځي لپاره خبرې کړې.

د لند کوريا فېلم فسټيول

د "غله" فېلم د کوريا سينما له غوره فېلمونو بلل شوی دی.

د روان نومبر مياشتې لومړۍ لس ورځې په لندن کې د کوريا اووم فېلم فسټيول موده وه. د کوريا فېلم فسټيول مدير هيې جونګ جيون وايي په دې فسټيول کې يې "The Thieves" يا غله فلم نندارې ته وړاندې کړی و، چې په وينا يې د کوريا يو له سترو فېلونو بلل کېږي.

ښاغلي جيون زياتوي د لندن کوريا اووم فېلم فېسټيول موخه په نړۍ کې کوريا سينما انځورونې تر ټولو زيات پرانيستي فعاليت جوړول دي.

که څه هم د کوريا سينما له شهرت ښايي اوس د کوريا فېلم جوړونکي خپل نړيوال مينه وال هم په پام کې ونيسي، خو د (غله) فېلم ډايرېکټر يا فېل لارښود (چوی ډونګ هون) وايي د فېلم بنسټيزه موخه يې کوريايي مينه وال دي:

"په حقيقت کې لومړۍ موخه کوريايي کتونکي دي، ځکه کوريايي کتونکي فېلمونه خورا خوښوي، خو دوی ډېر دودپالي هم دي، نو که کوريايی کتونکي زمه فېلم خوښ کړي، نو بيا شونې ده چې توله نړۍ کې خلک زما فېلم خوښ کړي، او پيسې سل په سلو کې له کوريا راځي."

د غله فېلم کې هانکاګی فېلم ستوری ډېرېک څانګ هم لوبېدلی، د فېلم ډايکرېکټر چوی ډونګ هون وايي يوازې غوښتل يې غوره هنرمندانو سره کار وکړي:

"د کوريا فېلمي صنعت ډېری خلک پر دې ارزښت پوهېږي چې فېلمونه بهر ته وپلوري، زما سره په تړاو، ما د هانګ کانګ له هنرمند سره د دې لپاره کار وکړ چې د هغوی مينه وال يم او ورسره جوړه مې ده. او د "غله" فېلم چې په هانګ کانګ کې راووت د ټکټونو پلور برخه کې يې لومړی ځای نيولی دی. د دې دليل چې د هانګ کانګ فېلم ستوری مې لوبولی دی، دا دی چې غواړم له دوی سره کار وکړم."

يو وخت د جنوبي کوريا فلمي صنعت له اسيا بهر ډېر کم پېژندل کېده، خو د کوريا سينما به تېره يوه لسيزه کې د شهرت او نامه خورا اوچت ګامونه اخيستي، او اوس يې فلمونه د نړۍ مشهورو فسټيولونو کې جايزې هم خپلوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .