''ویښو ځوانانو'' ډیورنډ کرښه خیالي وبلله

د خپريدو وخت: 11:44 گرینویچ - جمعه 16 نومبر 2012 - 26 لړم 1391
    • د افغانستان پلازمېنه کابل کې د 'ویښ ځوانانو غورځنګ' ددوی په وینا د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا د تېري پرضد لاریون وکړ.
    • لاریون کوونکو ویل، چې: ''امریکایانو د ډیورنډ خیالي کرښه د یوې نړیوالې پولې په توګه پېژندلې ده.''
    • دوی ویل چې د امریکا دا دریځ په کلکو ټکو غندي.
    • د لاریون پرېکړه لیک وايي: ''موږ له پولې هاخوا افغانان خپل وروڼه هېوادوال بولو او د پاکستاني ښکېلاک لاندې افغان سیمو ته محکوم افغانستان وایو.''
    • دوی ویلې چې د پولې هاخوا اوسېدونکي د افغانانو نه بېلېدونکی هډ دی او یوځای کېدل یې تاریخي مسؤلیت بولي.
    • دوی ویل چې د ډیورنډ کرښې د برخلیک په اړه یوازې- او یوازې افغانان حق لري.
    • مظاهره کوونکو د افغانستان بیرغونه ورسره ګرځول او د ولسمشرۍ ماڼې نژدې څلور لاره کې یې ویناوې کولې.
    • مظاهره کوونکو ویل، چې د ډیورنډ کرښې په اړه دې امریکایان خپلې څرګندونې بېرته واخلي.
    • په دې مظاهره کې شاوخوا پنځو سوو کسانو د ډیورنډ کرښې په اړه د امریکایانو څرګندونې وغندلې.
    • د دغه لاریون یوه سمبالوونکي اسرار کریمزي بي بي سي ته وویل، چې د امریکا ځانګړی استازی مارک ګراسمن دې له دا ډول څرګندونو ډډه وکړي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .