د فلسطینیانو او اسراییلو د بریدونو پایله

د خپريدو وخت: 09:27 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391
    • د غزې تراډې په شمالي جبالیا سیمه د اسراییلي بمبار له کبله په کنډوالو کې فلسطینیان وژل شوي کسان لټوي. اسراییلو پر یو شمېر حکومتي بنسټونو بمبار کړی دی.
    • غزه کې د اسراییلو له بریدونو کوچني ماشومان هم په امان نه دي.
    • په غزه کې د بي بي سي خبریال جهاد المشهراني په الشفا روغتون کې د خپل ۱۱ میاشتني زوی جنازه پخپلو لاسونو اخیستې ده. د هغه زوی د اسراییل په بمبار کې ووژل شول.
    • د اسراییلو پوځ وايي، پر غزه یې له دې کبله برید کړی، چې له غزې څخه پر دوی توغندي ویشتل کېږي.
    • په جنوبي بیت لحیا کې، د اسراییلو بمبار له کبله یوې کارخانې اور اخیستی دی. فلسطیني ځوانان د اور وژونکو د ډلې ترڅنګ ولاړ دي.
    • د فابریکې د اور وژنې هڅې روانې دي.
    • د غزې تراډې په بیت حانون کې د عودي ناصر د جنازې مراسم.
    • ۱۱ کلن فارس سعدالله له خپل هغه کو بهر ولاړ دی، چې اسراییلو پرې بمباري وکړه.
    • فلسطینی ماشوم د اسراییلو بمبارۍ ویجاړ کړي جومات ته ګوري.
    • د اسراییلو دفاعي سیسمت د غزې له لوري پرې د توغول شوو توغندیو دفاع کوي.
    • د حماس لومړی وزیر اسماعیل هنیه او د مصر لومړی وزیر هشام قندیل په غزه روغتون کې د اسراییلو برید کې د ټپي شوي فلسطیني پوښتنه کوي.
    • د یوه فلسطیني کوچنۍ لور، چې د اسراییلو په برید کې وژل شوې ده. پلار یې پر لور ژاړي.
    • د حماس د کورنیو چارو د وزارت هغه ودانۍ، چې د اسراییلو په بمبار کې پر کنډوالې اوښتې ده. اور وژونکي اور وژني.
    • اسراییلي دفاعي پوځيان یوې قرارګاه ته ځي. نژدې ۱۶ زره احتیاطي پوځيان دغې قرارګاه ته حاضر شوي دي.
    • یو یهودی سړی او د ښاروالۍ یو کار کوونکی هغې ویجاړۍ ته ګوري، چې له غزې څخه حماس د اسراییلو پر اشدد ښار توغولي دي.
    • اسراییلي پوځیان

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .